په یمن حمله د امریکا،انګلستان اوصهونیسټ رژیم هراړخیزجنګ دی
یمن دانصار ا...ولسی غورځنګ دسیاسی دفتر یوه مسئول مقام علی ا لقحوم بیګا دلبنان له المیادین ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې د دې خبرې په کولو سره چې ا مریکا په یمن دسعودیانو دحملې هماغه په سر کې ده ، زیاته کړې ، دیمن پوځ له خپلې خاورې ددفاع لپاره کافی چمتووالی لری .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ هغه همدرااز پر یمن والو غږ کړی ، چې خپل اختلافات دې څنګة کړی او د سعوډی عربستان دنیواکګرو اود تالی څټو د شړلو او له استعماری موخو سره دمقابلې لپاره دې سره یو موټی شی .
همداراز دقطر الشرق ورځپاڼې په یوه راپور کې وئیلی دی، په بریتانیا کې د بشری حقوقو داورګانونو فعالانو په لندن کې په اعتراضیه لاریون سره په سعودی عربستان دد غه د جوړو شوو وسلو دخرڅلاؤ ددریدا غوښتنه کړې او دغه راز ئې پخپلو شعارونو کې په ډاګه کړې ، چې د انګلستان جوړ شوی توغندی ، دسعودی پوځیانو په لاس د یمن د زرګونو ماشومانو ،ښځو اوبوډاګانو د وژلو عامل دی .