حزب ا... غورځنګ دصهونیسټانو دنیواکګرۍ په وړاندې پیاوړی خنډ دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81073-حزب_ا..._غورځنګ_دصهونیسټانو_دنیواکګرۍ_په_وړاندې_پیاوړی_خنډ_دی
دامریکاخارجه وزیر مائیک پمپئو پرون لبنان ته په ورتلو سره په پیل کې دډیپلوماټیک عرف په اپوټه د لبنان له کورنیو چارو وزیر ریّا الحسن سره کته وکړه چې ددغه هیواد په رسندویو او کارپیژاندو کې ئې ډیرې نیوکې په ځان پسې درلودې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2019 02:58 Asia/Kabul
  • حزب ا... غورځنګ دصهونیسټانو دنیواکګرۍ په وړاندې پیاوړی خنډ دی

دامریکاخارجه وزیر مائیک پمپئو پرون لبنان ته په ورتلو سره په پیل کې دډیپلوماټیک عرف په اپوټه د لبنان له کورنیو چارو وزیر ریّا الحسن سره کته وکړه چې ددغه هیواد په رسندویو او کارپیژاندو کې ئې ډیرې نیوکې په ځان پسې درلودې .

  زمونږخبریال راپور راکړ  دلبنان چارواکو  دامریکا له خارجه وزیر سره په لیدوکاتو کې  دلبنان  په حکومت اوپارلیمان کې د  حزب ا... ولسی غورځنګ  پر ځایګی  په ټینګارسره  اعلان کړی ،  مقاومت ، د صهونیسټانو د نیواکګرۍ اوتیریو په وړاندې  یو پیاوړی   او مضبوط خنډ او بند دی .

 دامریکا خارجه وزیر  مائیک پمپئو  پرون   لبنان ته په ورتلو سره  په پیل کې  د ډیپلوماټیک عرف په اپوټه  د لبنان له کورنیو چارو وزیر ریّا  الحسن سره کته وکړه چې   ددغه هیواد په رسندویو او  کارپیژاندو کې ئې ډیرې نیوکې په ځان پسې درلودې .

 هغه بیا په دوام کې د لبنان دپارلیمان  له مشر سره کتنې ته ورغی   چې  نبی بری   حزب ا... ولسی  غورځنګ   د لبنان دحکومت او پارلیمان یوه مهمه برخه ورمعرفی کړ .

 مایک پمپئو بیا  دلبنان له لومړی وزیر سعد حریری سره وکتل  له دې وروسته  دلبنان دولسمشر  ماڼۍ  ته ورغی . دلبنان ولسمشر   میشل عون  هم   له مایک پمپئو سره په کتنې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  دملی پخلاینې او وحدت ساتل  دلبنان   یو لومړیتو ب دی وئیلی دی، حزب ا...  دلبنان یو ولسی ګوند او  ولسی حیثیت لرونکی  اورګان دی  او  دهیواد یوه مهمه  اواصلی برخه حسابیږی   

 دامریکا  خارجه وزیر  دلبنان په  خارجه وزارت  کې  له خپل لبنانی همڅنګ  سره په خبری ناستې کې ګډون وکړ، چې   دلبنان خارجه وزیر جبران باسیل هم په  دغه کنفرانس کې ټینګار وکړ حزب ا...  دلبنان یو ولسی ګوند دی  چې  د  ولس له خوا  منتخب شوی اوتائید شوی دی .