دامریکا اقدام اسلامی نړۍ ته سپکاوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81144-دامریکا_اقدام_اسلامی_نړۍ_ته_سپکاوی_دی
فارس خبری اژانس وایی د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله د صهیونیسټ رژیم تر واکمنۍ لاندې د ټاټوبی په توګه د جولان سیمې په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ اقدام داسلامی نړۍ او د عربی نړۍ دهیوادونو سپکاوی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2019 23:43 Asia/Kabul
  • ایران د لبنان د غوړیدا او دثبات دټینګیدا لپاره د حزب الله په څنګ کښې ولاړ دی .
    ایران د لبنان د غوړیدا او دثبات دټینګیدا لپاره د حزب الله په څنګ کښې ولاړ دی .

فارس خبری اژانس وایی د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله د صهیونیسټ رژیم تر واکمنۍ لاندې د ټاټوبی په توګه د جولان سیمې په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ اقدام داسلامی نړۍ او د عربی نړۍ دهیوادونو سپکاوی وباله .

هغه پرون د نیواکی جولان سیمې پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غلیمانه اقدام په هکله وویل دجولان پرضد د واشنګټن دغه اقدام په لویدیځې اسیا (مینځنی ختیځ)کښې د سولې بهیر ته سخت ګوزار ورکړ .

د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله وویل په تیونس کښې د عربو هیوادونو دمشرانو په راتلونکی غونډې کښې ګډون کونکی باید د عربو د سولې پلان بیرته واخلی او هغه صفر ته ورسوی .

هغه لبنان ته د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو سفر ته په اشارې سره وویل پمپئو بیروت ته په سفر کښې د لبنان له واقعیتونو سره هیڅ سمون خوړونکی وینا ونکړه او یوازې یې دایران او د حزب الله پرضد چټی دروغ ویل .

حسن نصر الله په دې خبرې ټینګار سره چې حزب الله په تیرو څلوردیرشو (۳۴) کلونو کښې د لبنان دملت دفاع کړی ده وویل امریکا غواړی د اسرائیلو رژیم نیواکګرۍ تثبیت کړی او د لبنان ملت په خطر کښې واچوی .

د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله ټینګار وکړ ایران د لبنان د غوړیدا او دثبات دټینګیدا لپاره د حزب الله په څنګ کښې ولاړ دی .