عربان دې دامریکااو وحشی رژیم دټاټوبو دغصبولو مخنیوی وکړی
محمدجواد ظریف پخپل ټویټیری پیغام کې: راځۍ چې سره متحد شو: له عنوان څخه استفاده کړې او جوته ئې کړې ده،دسیمې دملتونو او هیوادونو پخپلو کې سره ښکر په ښکر کیدا او درز لامل شوی د دوی د ټاټوبو په باب پرَدی فیصلې وکړی چې ډیره دافسوس خبره ده .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په خپل ټولنیز پیغام کې د سورئې دنیواکی جولان په باب د امریکا د ولسمشر دبې شرمې فیصلې په غبرګون کې عربانو ته په خبرداری سره وئیلی دی دسورئې دنیواکی جولان په باب دټرمپ سپین سترګی اعلان د نیواکی قدس په باب دهغه دتیر کال له اعلانه وروسته عربو اومسلمانو ملتونو ته یو جدی خبرداری دی .
محمد جواد ظریف پخپل ټویټیری پیغام کې : راځۍ چې سره متحد شو، له عنوان څخه استفاده کړې او جوته ئې کړې ده،دسیمې دملتونو او هیوادونو پخپلو کې سره ښکر په ښکر کیدا او درز لامل شوی د دوی د ټاټوبو په باب پرَدی فیصلې وکړی چې ډیره دافسوس خبره ده .
دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ دتیرې دوشنبې په ورځې دنړیوالو قوانینو اومقرراتو په خلاف او د امنیت شورا دپریکړه لیکونو په ښکاره خلاف ورزۍ سره یو فرمان لاسلیک کړی،چې په اساس ئې،واشنګټن د سورئې د جولان پر نیواکی لوړو دصهونیسټ رژیم حاکمیّت په رسمیّت پیژنی .ټرمپ دغه فرمان د صهونیست رژیم دلومړی وزیربین یامین نتن یاهوپه شتون ې لاسکلیک کړی دی،چې د ټرمپ د غه اقدام د نړیوالې اورګانونو او عمومی افکارو سخت غبرګونونه راپارولی دی .