اروپا دنیواکی جولان پرلوړو دصهونیسټ رژیم حاکمیّت نه منی
میرمن فډریکا موګرینی په ډ اګه کړې باید درست هیوادونه او چارواکی دې دنړیوالو قوانینو او مقررراتو داجرا په خاطر خپل مسئولیّتونه په ښه توګه وپیژنی او په دنیا کې دې له اړۍ ګړۍ جوړولو ډډه وکړی .
زمونږخبریال راپورراکړ د اروپائی اتحادئېدبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینیله تیونس خبری آژانس سره په خصوصی خبرو کې وئیلی دی ، دغه اتحادیه اوغړی ئې دنیواکی جولان پر لوړو دصهونیسټ رژیم حاکمیّت په رسمیّت نه پیژنی .
داروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست مسئولې زیاته کړې ،داروپائی اتحادئې غړی هیوادونو دملګروملتو د امنیت شورا دپریکړه لیکونو اونړیوالو قوانینو سره سمون خوړونکی یو شان او غږمله دریځونه غوره کړی دی .
میرمن فډریکا موګرینی په ډ اګه کړې باید درست هیوادونه او چارواکی دې دنړیوالو قوانینو او مقررراتو داجرا په خاطر خپل مسئولیّتونه په ښه توګه وپیژنی او په دنیا کې دې له اړۍ ګړۍ جوړولو ډډه وکړی .
دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د مارچ په ۲۵ دملګروملتو د امنیت شورا دپریکړه لیکونو په جوتې خلاف ورزۍسره اودنړیوالو قوانینو په خلاف په یوهجوت اقدام کېیوحکم لاسلیک کړی،چې په اساس ئې،واشنګټن د سورئې دنیواکی جولان پر لوړو د صهونیسټ رژیم حاکمیّت په رسمیّت پیژنی .صهونیسټ رژیم په ۱۹۶۷کال کې دسورئې د ټاټوبی پهجولان لوړو کې کابو یو زر دوه سوه مربع کلومیټر برخه نیولې اوله یوې مودې وروسته ئې دغه سیمه له نیواکی ټاټوبو سره یو ځای کړه .نړیوالې ټولنې هیڅکله د صهونیسټ رژیم دغه اقدام په رسمیّت نه دی پیژندلی .