امریکا په مینځنی ختیځ کښې سخته ماتی خوړلی ده
-
لبنان په ترټولو ښه ډول د اسرائیلو او دامریکا له پروژو او پلانونو سره مقابله کړي ده .
ایرنا خبری اژانس وایی د لبنان دحزب الله دمرکزی شورا غړی« نبیل قاووق» دامریکا په سیاستونو نیوکې سره وویل په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم او د امریکا سیاستونو ماتی خوړلی ده.
هغه وویل په لبنان کښې مقاومت ډلو داسرائیلو او د امریکا د پروژو او پلانونو په ماتی کښې مهم رول لرلی او په همدې خاطر تل د واشنګټن له نیوکو سره مخ دی .
شیخ قاووق ډاګینه کړه کله چې امریکا له پوځی جنګونو او د ترهګرۍ په تور فهرست کښې دلبنان دحزب الله غورځنګ د نوم له شاملولو ناهیله شوه نو د حزب الله پرضد یې اقتصاد جنګ او بایکاټ ته مخه کړه خو امریکا په تیرو دیرشو(۳۰) کلونو کښې له ماتی پرته بل هیڅ شی لاس ته نه دی راوړی .
د لبنان دحزب الله د مرکزی شورا غړی شیخ قاووق وویل مقاومت ډلو په تیرو کلونو کښې ښې بریاوې لاس ته راوړی او هماغه راز په قوی ارادې سره خپلې لارې ته دوام ورکوی .
هغه وویل امریکا باید پوهه شی چې د لبنان سیاسی ډګر د مقاومت پرضد د واشنګټن لپاره د سیاسی بریاو د ترلاسه کولو لپاره مناسب ځای نه دی بلکې اپوټه د مقاومت ډلو د بریالیتوبونو دترلاسه کولو او په سیمه او لبنان کښې دامریکا د رول د کمیدا ډګر دی ځکه چې لبنان په ترټولو ښه ډول د اسرائیلو او دامریکا له پروژو او پلانونو سره مقابله کړی ده .