له اسرائیلوسره د اړیکو عادی کول فلسطین تباه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81475-له_اسرائیلوسره_د_اړیکو_عادی_کول_فلسطین_تباه_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی په بیت المقدس کښې د روم د ارتډوکس کلیسا مشر اسقف یا پادری عطاالله حنا ټینګار وکړ داسرائیلو له رژیم سره د عربو هیوادونو داړیکو عادی کول د فلسطین دمسلې د له مینځه وړلو لپاره دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2019 10:02 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو سره د اړیکو دعادي کولو ښکارنده زیاته شوي ده .
    له اسرائیلو سره د اړیکو دعادي کولو ښکارنده زیاته شوي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی په بیت المقدس کښې د روم د ارتډوکس کلیسا مشر اسقف یا پادری عطاالله حنا ټینګار وکړ داسرائیلو له رژیم سره د عربو هیوادونو داړیکو عادی کول د فلسطین دمسلې د له مینځه وړلو لپاره دی .

هغه  نن په قدس کښې وویل له اسرائیلو سره د اړیکو دعادی کولو ښکارنده زیاته شوی ده او عرب هیوادونه ددغه ښکارندې چې هدف یې د فلسطین دموضوع له مینځه وړل او په کامل ډول د قدس ښار غصبول دی برخه ګرځیدلی دی .

حنا وویل داسرائیلو رژیم توکمپال  او فاشیسټ ماهیت او ظلم او د فلسطین دملت دحقوقو د خلاف ورزۍ کول  هیڅکله نه بدلیږی او له ۱۹۴۸ میلادی کال راهسې تراوسه د صهیونیسټ رژیم ماهیت همدا ډول دی خو هغه څه چې باید بدل شی د فلسطین دخلکو اوسنی شرایط او د عربانو حالت دی .