اسرائیلو د دریو هیوادونو سپکاوی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81642-اسرائیلو_د_دریو_هیوادونو_سپکاوی_وکړ
فارس خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم د عدلیې وزیرې ایلیت شاکد (Ayelet Shaked)په واشنګټن کښې د ایپک(American Israel Public Affairs Committee) دصهیونیسټی لابۍ له غړو سره په کتنې کښې له سپکاوی په ډکو او توکمپاله څرګندونو کښې د مراکش ، د الجزایر او دتیونس ښاریز جاهل او احمق بللی او ټینګار یې کړی دی چې ددغو دریو (۳) هیوادونو خلک د مرګ حقداره دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2019 00:53 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم کلونه کلونه کیږي چې د فلسطین دخلکو په ځپلو او وژلو سربیره یې ډير اسلامي او عربي ټاټوبي نیولي دي .
    صهیونیسټ رژیم کلونه کلونه کیږي چې د فلسطین دخلکو په ځپلو او وژلو سربیره یې ډير اسلامي او عربي ټاټوبي نیولي دي .

فارس خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم د عدلیې وزیرې ایلیت شاکد (Ayelet Shaked)په واشنګټن کښې د ایپک(American Israel Public Affairs Committee) دصهیونیسټی لابۍ له غړو سره په کتنې کښې له سپکاوی په ډکو او توکمپاله څرګندونو کښې د مراکش ، د الجزایر او دتیونس ښاریز جاهل او احمق بللی او ټینګار یې کړی دی چې ددغو دریو (۳) هیوادونو خلک د مرګ حقداره دی .

هغې په دغه غونډې کښې د مراکش ، د الجزایر او دتیونس خلکو ته دسپکاوی په ترڅ کښې ددغو دریو(۳) هیوادونو له نقشې د ختمولو لپاره ددغه رژیم د پلان خبر ورکړی دی .

غزه الان ټیلی ویژن چینل هم وویل دصهیونیسټ رژیم  دعدلیې وزیرې ایلیت شاکد(Ayelet Shaked) په واشنګټن کښې دصهیونیسټی لابۍ په غونډې کښې وویل اسرائیل د مراکش ، دتیونس او د الجزایر له له مینځه وړلو لپاره په خپل وخت مناسب پروګرام لری .

صهیونیسټ رژیم کلونه کلونه کیږی چې د فلسطین دخلکو په ځپلو او وژلو سربیره یې ډیر اسلامی او عربی ټاټوبی نیولی دی .