اسرائیلی بیخ بینائی تاسیسات دمقاومت په شیشت کې دی
بین ګورین هوائی ډګر،اشدود بندر،ډیمونا ایټمی ریئکټر او حیفا چاڼځای په څیر د وحشی او نیواکګر صهونیستی رژیم اصلی مرکزونه او اډې به په لومړی فرصت کې په نښه کړی .
زمونږ خبریال راپورراکړ دفلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ پوځی څانګې سرایا القدس پرون په یوې ویډیوئې پیغام کې چې د :دایرة النار تتسیع: یعنی د اوور لمن پراخیږی ، په نامې سره ئې خپور کړی ، صهونیسټ رژیم ته په خبرداری ورکولو سره ئې وئیلی دی ، دنیواکی ټاټوبو درست بین بینائی تاسیسات د مقاومتی ځواک د سلګونو توغندیو په رینج کې دی ، او همداراز بین ګورین هوائی ډګر ، اشدود بندر ،ډیمونا ایټمی ریئکټر او حیفا چاڼځای په څیر دوحشی او نیواکګر صهونیستی رژیم اصلی مرکزونه او اډې به په لومړی فرصت کې په نښه کړی .
داپه داسې حال کې دی ، چې د وحشی صهونیستی رژیم جنګی الوتکو اوتوپونو په تیرو دوو ورځو کې په غزې په بې آمانه بمباریو اوحملو سره اوه فلسطنیان شهیدان کړی او دغه راز ئې په لسګونو نور ټپیان کړی دی ، چې د مقاومت ډلو هم له پرون راهسې د نیواکی ټاټبو په بیلابیلو سیمو څه دپاسه یو سل پنځوس توغندی ویشتی او په نیواکی ټاټوبو کې ئې ویره اوحشت خور کړی دی .