دبحرین غونډه د صهیونیسټ رژیم دګټو لپاره ده
-
ال خلیفه رژیم په ګړندي توب سره له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو عادت جوړ کړی دی .
فارس خبری اژانس وایی د بحرین د وفاق ګوند د مشر مرستیال حسین الدیهی ټینګار وکړ ال خلیفه رژیم په پلازمینې منامه کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم د غونډې د ترسره کولو له لارې د صهیونیسټ رژیم په ګټه د فلسطین د ایډیل د حذفولو په هدف سره حرکت کوی .
هغه د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان د لومړی پړاو د اجرا په لړ کښې د منامې د اقتصادی غونډې په ترسره کیدا د سختې نیوکې په ترڅ کښې وویل د هغو هیوادونو چې د فلسطین له ایډیل او د فلسطینیانو له کړاو او درد سره تجارت کوی هدف او نیت د فلسطین د اصلی موضوع حذفول او د صهیونیسټ رژیم ملاتړ کول دی .
دبحرین د الوفاق ګوند دمشر مرستیال حسین الدیهی په دې خبرې سره چې ال خلیفه رژیم په ګړندی توب سره له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو عادت جوړ کړی دی وویل د منامې غونډه د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د لیدتوګو او د عربو متحدانو دملګرتیا پراساس د نوی مینځنی ختیځ د رامینځته کولو لپاره یو(۱) ماتی خوړلی اقدام دی .