ایران پرضد د نتانیاهو بی اساسه ادعاګانې
د خپرو شویو راپورونو په اساس اسراییل حاضر دمه له ۲۰۰ تر ۴۰۰ پورې ایټمی خولۍ لری . صیهونیسټ رژیم او امریکا په حقیقت کی له ایټمی وسلو د خالی مینځنی ختیځ د رامینځته کولو اصلی خنډونه دی .
د صیهونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو چی نن سبا په داخلی ډګر او سیمه ایزه سویه له سختو سیاسی ناکامیو سره مخامخ دی ، د ایران پرضد په غړونې او ادعا جوړونې هڅه کوی ځان د فعال او اغیزمن سیاستوال په توګه وښی .
هغه په همدې لړ کی پرون د جاپان له لومړی وزیر ابه شینزوسره په ټیلی فونی خبرو کی چی ټاکل شوی ده ډیر ژر تهران ته سفر وکړی ، ویلی دی چی دنیا د ایران پرضد دباو وساتی .
نتانیاهو د زیارت په ورځ هم په نیواکی فلسطین کی د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر له پخوانی مرستیال هاینونن سره په کتنه کی د اسلامی ایران پرضد د بی اساسه ادعاګانو په تکرارولو سره ادعا وکړه چی تهران له ایټمی موافقې سره سره بیا هم هڅه کوی چی ایټمی وسلې ترلاسه کړی .
د نتانیاهو ادعا په داسې حال کی ده چی د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس په خپلو تیرو راپورونو او همدازاز د برجام له اجرایی کیدا راهیسې په پرله پسې ۱۵ راپورونو کی په ایټمی موافقې د ایران بشپړه پایبندی او د ایران د ایټمی پروګرام سوله ایز والې تایید کړی دی . روښانه ده چی نتانیاهو په دغو دروغو سره دوه هدفونه تعقیبوی .
لومړی هدف د امریکا ، اسراییلو او عربستان د ګډې سټراټیجۍ په توګه له ایرانه د ویرولو د بهیر سختول دی .
دوهم هدف د اسراییلو د اوسنیو او تیرو ایټمی فعالیتونو د حقیقتونو پټول دی .
د خپرو شویو راپورونو په اساس اسراییل حاضر دمه له ۲۰۰ تر ۴۰۰ پورې ایټمی خولۍ لری . صیهونیسټ رژیم او امریکا په حقیقت کی له ایټمی وسلو د خالی مینځنی ختیځ د رامینځته کولو اصلی خنډونه دی .
د صیهونیسټ رژیم لومړی وزیر په داسې حال کی ایران د ایټمی وسلو د جوړولو لپاره په هڅې تورنوی چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود د فتوا په صادرولو سره د هر ډول ایټمی وسلو جوړول او کارول حرام اعلان کړی دی او جوته کړی یې ده چی مونږه د دغو وسلو کارول حرام او له دغې سترې بلا د انسانانو د خوندی ساتلو لپاره هڅه د ټولو دنده بولو .
البته د نتانیاهو دغه ډول ادعاګانې یوازې د ایران په ایټمی موضوع ، یتوغندوی ظرفیت یا دفاعی قدرت پورې ندی تړلی ، بلکې په الفجیره بندر کې په څو تیلی کشتیو کې د چاودنې په پیښه کی په لاس درلودلو د ایران تورنول د دغو سناریو ګانو یوه بله برخه ده .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف په همدې هکله په دغو خوځښتونو کې د صیهونیسټ رژیم د جاسوسی ادارې موساد د رول په اړه راپورونو ته په اشارې سره په ټویټر پاڼه کې ولیکل د بی ټیم دروغجن شپون چی لیوه راغله کوکه یې پورته کړی ده ، یو ځل بیا جنجال جوړ کړی دی ، دې ځل موساد د الفجیره په وران کارو عملیاتو کی د ایران د رول لوبولو په اړه معلومات تحریف کړی دی . ما د پیښو د ترسره کیدا او غلطو ایډرسونو د ورکولو په اړه خبردارې ورکړی دی ، پوهیږو چی کله یې په دروغو باور وکړو نو بیا څه کیږی ، مخکې په داسې وضعیت کی راغلی یو ، سمه ده .