عرب سفارتکار: په دوو تيلي کيشتيو حمله کښې اسرائيل تورن دے
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82806-عرب_سفارتکار_په_دوو_تيلي_کيشتيو_حمله_کښې_اسرائيل_تورن_دے
د عربو سفارتي سرچينو وويل، اسرائيل په عمان سمندر کښې په دوو تيلي کيشتيو په حملې تورن دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2019 10:34 Asia/Kabul
  • عرب سفارتکار: په دوو تيلي کيشتيو حمله کښې اسرائيل تورن دے

د عربو سفارتي سرچينو وويل، اسرائيل په عمان سمندر کښې په دوو تيلي کيشتيو په حملې تورن دے.

د لبنان الجمهوريه ورځپاڼې د ځينو عربو سفارتکارو په نقل سره چې د هويت يې څرګند نه کړ، وليکل: په عمان سمندر کښې د جاپان په دوو تيلي کيشتيو کښې چاودنې د پېښې د رامنځته کېدو او اهدافو له نظره سوال پېدا کونکې دي، ځکه چې عين په هغه وخت چې د جاپان وزيراعظم شينزو آبې په تهران کښې او د ايران لپاره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پېغام لرونکے ؤ په جاپاني تېلي کيشتيو حمله اوشوه.

عربوسفارتکارو د امريکې د خارجه وزير مائک پومپئو او د سپينې ماڼۍ د امنيتي صلاحکار جان بولټن جنګ غوښتونکو دريځونو ته په اشارې سره وويل: اسرائيل د دغې حملې تورن دے ځکه چې د هر جنګ له رامنځته کېدو څخه اسرائيل دےچې ګټه پورته کوي.

د تېر زيارت په ورځ په عمان سمندر کښې له جاپان سره متعلق په دوو تيلي کيشتيو اور ولګېد. د ايران د بندرونو او سمندري چلن د ادارې د سمندري پلټنې او نجات يونټ د پېښې له رامنځته کېدو نه فوراً پس د دغو دوو کيشتيو د عملې کسانو ته د نجات په ورکولو سره  د ايران د  جنوب جاسک بندر ته د مناسبو خدماتو لپاره منتقل کړل.د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو د همدغې ورځې په مازيګر بې د څه ثبوت له وړاندې کولو ايران د دغې حملې ذمه وار وبلۀ.

د ايران د حکومت وياند د دغې پېښې او د پومپئو د څرګندونې په ردعمل کښې د سيمې هېوادونو ته خبردارے ورکړ چې په هغوکسانو دې ټينګه څارنه لري چې په سيمه کښې له ناقرارۍ څخه ګټه پورته کوي.