اسماعیل هنیه وایی فلسطین د خرڅولو ندې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83011-اسماعیل_هنیه_وایی_فلسطین_د_خرڅولو_ندې
هنیه وویل د بحرین کانفرنس په اقتصادی پوښښ سره یو سیاسی کانفرنس دی چی هدف یې د فلسطین د مسلې له مینځه وړل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2019 02:07 Asia/Kabul
  • اسماعیل هنیه وایی فلسطین د خرڅولو ندې

هنیه وویل د بحرین کانفرنس په اقتصادی پوښښ سره یو سیاسی کانفرنس دی چی هدف یې د فلسطین د مسلې له مینځه وړل دی .

زمونږ خبریال راپور راکوی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د بحرین د کانفرنس په باطل بللو سره ټینګار وکړ چی فلسطین د خرڅولو ندې . هنیه وویل د بحرین کانفرنس په اقتصادی پوښښ سره یو سیاسی کانفرنس دی چی هدف یې د فلسطین د مسلې له مینځه وړل دی .

 له بلي خوا د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ  دسیاسی شورا  مشر سید ابراهیم امین السید  په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ، امریکا دپیړۍ دمعاملې  دپلان په چوکاټ کې  دبحرین دغونډې په مطرح کولو سره  د فلسطین د ملت دموجودیّت  پر حق او دهغو پر سیاسی حقوقو  سترګې پټې کړی دی .

   ابراهمیم امین  دبحرین داقتصادی  غونډې په ترسره کولو کې  دامریکا د اقدام موخه، دسیمې  د اصلی ایجنډا بدلول   دفلسطین اسرائیلو د موضوع د حل لپار  ددغه هیواد  دحل لارې په ځای د لرلید تپل بللی  او زیاته ئې کړې ده . فلسطینیانو ته د بې وځلو د هغې ډ لې په توګه  د امریکا نظر،چې مشکل ئې  په دغې غونډې کې حل کیږی  د منلو وړ نه دی .

دفلسطین مبارزو ډلو  هم ټینګار کړی دی ، دپیړۍ د معاملې  انجام ناکامی او د اسرائیلو  انجام هم نابودی ده .

 د پیړۍ معامله  دامریکا  دحکومت  هغه نوی پلان دی ، چې    پکې د فلسطین د  ولس  د حقوقو  په له مینځه وړلو پسې ده . دغه پلان   دصهیونیسټی رژیم   په ملګرتیا او دځینو مرتجعو عربو هیوادونو په موافقې سره  برابر شوی دی .

له دې سره په یووخت  د بحرین د  الوفاق  اسلامی غورځنګ مرستیال عمومی منشی شیخ  حسین  الدیهی  هم  د منامې د  غونډې په محکومولو  سره دا غونډه  د فلسطین په ملت دخنجر ګوزار بللی او  زیاته ئې کړې ده ،  د پیړۍ معاملې  امریکایی صهیونیسټی پلان به د  تاریخ  دګند ټوکرۍ ته  واچول شی.