په حیفاکې دایتوپیائی یهودی کډوالو مظاهرې هماغه رازدوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83225-په_حیفاکې_دایتوپیائی_یهودی_کډوالو_مظاهرې_هماغه_رازدوام_لری
د صهیونسیټی رژیم یدیعوت آحارونوت ورځپاڼې په انټرنیټی سایټ کې لیکلی دی ، ایتوپیائی یهودی کډوالو ګواښ کړی نن به دتل ابیب ښار په یوه ستر چوک رابین کې د تیکا دقاتل دقصاص په غوښتنې سره لاریون وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 06, 2019 09:57 Asia/Kabul
  • په حیفاکې دایتوپیائی یهودی کډوالو مظاهرې هماغه رازدوام لری

د صهیونسیټی رژیم یدیعوت آحارونوت ورځپاڼې په انټرنیټی سایټ کې لیکلی دی ، ایتوپیائی یهودی کډوالو ګواښ کړی نن به دتل ابیب ښار په یوه ستر چوک رابین کې د تیکا دقاتل دقصاص په غوښتنې سره لاریون وکړی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د نیواکی ټاټوبو اوسیدونکی  ایتوپیائی یهودیانو د صهونیسټ رژیم د توکمپالنې په ضد دخپلو مظاهرو په دوام کې د فلسطین شعارونه ورکړی دی .

ایتوپیائی یهودی کډوالو  په دغو مظاهرو کې  د پر صهونیسټی چارواکو  باندې په اعتراض کې دفلسطین  چغې پورته کړی او ځینو   دتکبیر شعارونه هم پورته کړی دی .

دتیرې یکشنبې ورځې راهسې  دفلاشا زرګونو  یهودیانو  د صهیونیسټی رژیم  دپولیسو په لاس د یوه ایتوپیائی  یهودی ځوان سلومن تیکا  په وژلې په اعتراض کې په تل ابیب ، حیفا، اشدود  او شکلون  ښارونو کې سختې مظاهرې  پیل کړی  چې تر دې دمه دوام لری او  وئیل کیږی په دغو مظاهرو کې  صهونیسټی پوځیانو  کابو شپیته  مظاهره چیان نیولی هم دی .

 په عین حال کې  د صهیونسیټی رژیم  یدیعوت  آحارونوت  ورځپاڼې  په  انټرنیټی سایټ کې لیکلی دی ، ایتوپیائی یهودی کډوالو  ګواښ کړی  نن به دتل ابیب ښار  په یوه ستر  چوک  رابین کې  د تیکا  دقاتل  دقصاص  په غوښتنې سره  لاریون وکړی .

ایتوپوپیائی یهودی کډوال یا فلاشا،هغه بې وځله ډله ده چې  دصهونیسټاټو په سپیرو او دروغجنو ژمنو سره ئې نیواکی ټاټوبو ته مهاجرت کړی ، خو  هلته له سخت توپیری چلندونو سره مخامخ شوی  او دوی  ته د دریمې درجې د ښاریزو په توګه لیدل کیږی .ویل کیږی،چې په نیواکی ټاټوبو کې د ایتوپیائی یهودی کډوالو شمیر کابو یو لک پنځه  دیرشو  زرو پورې ښودل کیږی .