فلسطین له صهیونیسټ رژیم سره تړونونه وځنډول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83644-فلسطین_له_صهیونیسټ_رژیم_سره_تړونونه_وځنډول
زمونږ خبریال وایی د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس له اسرائیلو سره د ټولو تړونونو د ځنډیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2019 08:52 Asia/Kabul
  • د فلسطین خلک به د ازادۍ هڅو ته دوام ورکړي په دې لاره کښې وخت لګیږی .
    د فلسطین خلک به د ازادۍ هڅو ته دوام ورکړي په دې لاره کښې وخت لګیږی .

زمونږ خبریال وایی د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس له اسرائیلو سره د ټولو تړونونو د ځنډیدا خبر ورکړ .

د محمود عباس دغه فیصله په نیواکی بیت المقدس کښې د اسرائیلو رژیم  لخوا د فلسطینیانو د کورونو د ړنګولو د کار له پیلیدا وروسته شوی ده .

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس وویل له اسرائیلو سره دټولو تړونونو ځنډیدل به له نن څخه پیل شی .

د ویلوده چې صهیونیسټ نیواکګر رژیم په یوه() نوی  کمپاین کښې په لویدیځې غاړې کښې د فلسطینیانو دکورولو د ړنګولو کار پیل کړی دی .

د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس وویل تر هغه وخته پورې چې فلسطینیانو ته خپل ټول حقونه ورنکړل شی په سیمه کښې به پایداره امنیت ټینګ نشی .

هغه وویل د فلسطین خلک به د ازادۍ هڅو ته دوام ورکړی په دې لاره کښې وخت لګیږی خو بالاخره ازادۍ به دفلسطین دخلکو برخلیک وی .