د یمن په پوله کې ۴۰ سعودی ګوډاګیان ونیول شول
Jul 31, 2019 01:58 Asia/Kabul
ده زیاته کړی ده چی په دغو عملیاتو کی په لسګونو سعودی ګوډاګیان مړه او ژوبل شوی هم دی .
د فارس خبر ی اژانس له راپور سره سم د یمن د وسله والو ځواکونو ویندوی یحیی السریع وویل د یمن ولسی کمیټیو او پوځ د عسیر ولایت په لویدیځ کې څه د پاسه ۴۰ سعودی ګوډاګیان نیولی دی .
ده زیاته کړی ده چی په دغو عملیاتو کی په لسګونو سعودی ګوډاګیان مړه او ژوبل شوی هم دی .
عربستان د امریکا ، اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ له ۲۰۱۵ میلادی کال راهیسې په یمن پوځی تیری او دغه هیواده کلابند کړی دی . خو تراوسه خپل هدف ته ندې رسیدلی او په یمن کی عملا له ماتې سره مخامخ شوی دی .
ټیګونه