سعودی عربستان له اسرائیلو سره اړیکې غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83905-سعودی_عربستان_له_اسرائیلو_سره_اړیکې_غواړی
فارس خبری اژانس وایی د قدس دنیواکګر رژیم د بایکاټ د ملی کمیټۍ غږملونکی محمود نواجعه ډاګینه کړه د سعودی عربستان رژیم له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو په شمول اقداماتو سره د فلسطین په خلکو د دباو د راوستلو هڅه کوی چې د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو توکمپاله سیاستونه ترسره شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2019 11:30 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان هڅه کوي د جنوبي اسیا له هیوادونو سره د صهیونیسټ رژیم تجارت اسان کړي .
    سعودي عربستان هڅه کوي د جنوبي اسیا له هیوادونو سره د صهیونیسټ رژیم تجارت اسان کړي .

فارس خبری اژانس وایی د قدس دنیواکګر رژیم د بایکاټ د ملی کمیټۍ غږملونکی محمود نواجعه ډاګینه کړه د سعودی عربستان رژیم له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو په شمول اقداماتو سره د فلسطین په خلکو د دباو د راوستلو هڅه کوی چې د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو توکمپاله سیاستونه ترسره شی .

د اسرائیلو دنیواکګر رژیم د بایکاټ دملی کمیټۍ چې بی ډی ایس(Boycott, Divestment and Sanctions) نومیږی غږملونکی محمود نواجعه ټینګار وکړ سعودی عربستان له اسرائیلو سره دعربو هیوادونو داړیکو په عادی کولو کښې لاس لری او په دې زمینه کښې اغیزشیندونکی او خطرناک رول لوبوی .

نواجعه په سیمه کښې د اسرائیلو د نفوذ او د ارتباط د اسانتیا لپاره د پلونو د رامینځته کولو او دصهیونیسټ رژیم د سیمه ییز نفوذ د زیاتولو لپاره د ریاض هڅې ته په اشارې سره  ټینګار وکړ سعودی عربستان هڅه کوی د جنوبی اسیا له هیوادونو سره د صهیونیسټ رژیم تجارت اسان کړی .

د قدس دنیواکګر ریژم د بایکاټ دملی کمیټۍ غږملونکی محمود نواجعه وویل سعودی عربستان خپل هوایی حریم د صهیونیسټ رژیم د الوتکو د ای ایل ای ایل(El Al Israel Airlines ) شرکت پرمخ خلاص کړی  دی چې په اسانۍ سره هندوستان ته ولاړې شی او په سیمه کښې داسرائیلو نفوذ زیات شی .

داسرائیلو له رژیم سره د سعودی عربستان په شمول دځینوعربو هیوادونو داړیکو عادی کیدا په داسې حال کښې ترسره کیږی چې دشمیرنو پراساس دغه رژیم له نولس سوه اوه شپیتم (۱۹۶۷) میلادی کال څخه تر دوه زره اتلسم (۲۰۱۸)میلادی کال پورې څه دپاسه پینځه څلویښت زره(۴۵۰۰۰) فلسطینیان شهیدان کړی او په لسګونو زره یې ژوبل او کډوال کړی دی .