اسرائیل له اور سره لوبې کوی
-
د اسرائیلو اقدامات دسیمې دثبات لپاره ګواښ او دسیمې د حالت کړکیچن کول دي .
المنار ټیلی ویژن راپور ورکړ د لبنان دشیعه مسلمانانو د لوړې اسلامی شورا مشر عبداالامیر قبلان په سوریې او لبنان د صهیونیسټ رژیم د تیریو دوام له اور سره لوبې وبللې کومې به چې ددغه رژیم د له مینځه تلو سبب شی .
هغه په لبنان دصهیونیسټ رژیم د نن ورځې د بې پایلوټه الوتکو د حملو په غندلو سره وویل په ترهګرۍ د سوریې د سترو بریالیتوبونو او د«جرود عرسال» سیمې د ازادۍ دجشن دکلیزې په وخت د اسرائیلو دغه تیری ددې ښودنه کوی چې صهیونیسټی تکفیری ترهګرۍ د مقاومت چورلیز ته د ګوزار د ورکولو هڅه کوی .
د لبنان لومړی وزیر سعد حریری هم دبیروت په جنوب کښې د صهیونیسټ رژیم د بې پایلوټه الوتکو شتون د لبنان د واکمنۍ او دملګروملتونو دامنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکړه لیک ښکاره خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل دغه اقدامات دسیمې دثبات لپاره ګواښ او دسیمې د حالت کړکیچن کول دی .