د سورئې پوځ په ادلب کې دترهه ګروستره حمله ناکامه کړه
د سورئې په شمال کې ادلب او په لویدیځ کې حماه ولایتونه په دغه هیواد کې هماغه راز د تکفیری ترهه ګرو ترټولو وروستی مرکزونه دی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ تکفیری ترهه ګرو نن د سورئې د ادلب په جنوب ختیځ کې له څلور پلوه پرعامو خلکو یرغل وکړ چې د سورئې دپوځی ځواک په موقعې مقابلې سره د تکفیری ترهه ګرو دغه حمله ناکامه شوه .
د سورئې او روسیې جنګی الوتکو هم د ادلب په جنوب او جنوب ختیځ کې د التمانعه ښارګی په شاوخوا کې ترهه ګرو ته د مرسته رسونېلارې بمباری کړی دی .
دسورئې پوځ په تیرو ورځو کې وئیلی وو چې د خان شیخون ښار پر آزادولو سربیره د حماه ولایت دشمالی سیمو پر سټراټژیک مثلث هم مسلط شوی دی .
د سورئې په شمال کې ادلب او په لویدیځ کې حماه ولایتونه په دغه هیواد کې هماغه راز د تکفیری ترهه ګرو ترټولو وروستی مرکزونه دی .