عراق به هرډول بهرنی او کورنی تیری ته ځواب ورکړی
-
امریکا او صهیونیسټ رژيم د عراق د بسیج ځواک له بریالیتوبونو وروسته په دغه ډلې ددباونو د زیاتولو لپاره هڅې ډیرې کړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی هرډول تیری ته د پریکنده ځواب د ورکولو لپاره دبغداد په چمتووالی ټینګار وکړ .
هغه پرون دعراق د وزیرانو دشورا په غونډې کښې د خلکو د حکومتی ادارو او د ډیپلوماټیکو دفترونو ددفاع لپاره د هیواد د وسله والو ځواکونو بشپړه چمتووالی ته په اشارې سره وویل عراق چمتو دی چې هرډول خارجی او کورنی تیری ته پریکنده ځواب ورکړی .
دعراق په بیلابیلو سیمو کښې د حشد الشعبی ډلې په مرکزونو له څو ځله بریدونو وروسته ددغه هیواد ولسمشر ، لومړی وزیر او دپارلمان مشر په تیرې دوشنبې شپې د حشد العشبی ډلې له قومندانانو سره ګډه غونډه وکړه .
له دغو حملو وروسته د عراق د ولسی بسیج ځواک الحشد الشعبی د مشر مرستیال ابومهدی المهندس وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم په دغو بریدونو کښې لاس لری او ددغو حملو دتکرار په بڼه کښې به له هغو سره مقابله وشی .
امریکا او صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره په مقابلې کښې د عراق د بسیج ځواک له بریالیتوبونو وروسته په دغه ډلې ددباونو د زیاتولو لپاره هڅې ډیرې کړی دی .