عراق به هرډول بهرنی او کورنی تیری ته ځواب ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84259-عراق_به_هرډول_بهرنی_او_کورنی_تیری_ته_ځواب_ورکړی
ایرنا خبری اژانس وایی د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی هرډول تیری ته د پریکنده ځواب د ورکولو لپاره دبغداد په چمتووالی ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2019 23:53 Asia/Kabul
  • امریکا او صهیونیسټ رژيم  د عراق د بسیج ځواک له بریالیتوبونو وروسته په دغه ډلې ددباونو د زیاتولو لپاره هڅې ډیرې کړي دي .
    امریکا او صهیونیسټ رژيم د عراق د بسیج ځواک له بریالیتوبونو وروسته په دغه ډلې ددباونو د زیاتولو لپاره هڅې ډیرې کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی هرډول تیری ته د پریکنده ځواب د ورکولو لپاره دبغداد په چمتووالی ټینګار وکړ .

هغه پرون دعراق د وزیرانو دشورا په غونډې کښې د خلکو د حکومتی ادارو او د ډیپلوماټیکو دفترونو ددفاع لپاره د هیواد د وسله والو ځواکونو بشپړه  چمتووالی ته په اشارې سره وویل عراق چمتو دی چې هرډول خارجی او کورنی تیری ته پریکنده ځواب ورکړی .

دعراق په بیلابیلو سیمو کښې د حشد الشعبی ډلې په مرکزونو له څو ځله بریدونو وروسته ددغه هیواد ولسمشر ، لومړی وزیر او دپارلمان مشر په تیرې دوشنبې شپې د حشد العشبی ډلې له قومندانانو سره ګډه غونډه وکړه .

له دغو حملو وروسته د عراق د ولسی بسیج ځواک الحشد الشعبی د مشر مرستیال ابومهدی المهندس وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم په دغو بریدونو  کښې لاس لری او ددغو حملو دتکرار په بڼه کښې به له هغو سره مقابله وشی .

امریکا او صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره په مقابلې کښې د عراق د بسیج ځواک له بریالیتوبونو وروسته په دغه ډلې ددباونو د زیاتولو لپاره هڅې ډیرې کړی دی .