پاکستان دصهونیسټی نیواکګرۍپه وړاندې دفلسطینی ملت ملاتړکوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84321-پاکستان_دصهونیسټی_نیواکګرۍپه_وړاندې_دفلسطینی_ملت_ملاتړکوی
د پاکستان ځینی سیاسی فعالانو په همداوروستیو کې سپارښتنې کړی ، اسلام اباد باید دکشمیر دشخړې او دهند او پاکستان دتاؤتریخوالو په مقابل کې د عربانو له چپتیاسره دمقابلې لپاره له تل ابیب سره اړیکې ټینګې کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 30, 2019 09:02 Asia/Kabul
  • پاکستان دصهونیسټی نیواکګرۍپه وړاندې دفلسطینی ملت ملاتړکوی

د پاکستان ځینی سیاسی فعالانو په همداوروستیو کې سپارښتنې کړی ، اسلام اباد باید دکشمیر دشخړې او دهند او پاکستان دتاؤتریخوالو په مقابل کې د عربانو له چپتیاسره دمقابلې لپاره له تل ابیب سره اړیکې ټینګې کړی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړد پاکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل  پرون په اسلام اباد کې په خبری ناستې کې  دصهیونیسټی رژیم  دپه رسمیّت پیژندنې لپاره ددغه  هیواد دپه  دریځونو کې د هرډول بدلون په ردولو سره وئیلی دی ،  ددغه نیواکګر رژیم په وړاندې د پاکستان سیاست روښانه دی ،

ځکه مونږ تل دفلسطین له مطلوم ملته ملاتړ کوو او هیڅکله هم اسرائیل  په رسمیّت نه پیژنو .

  پاکستان  له صهونیسټ رژیم سریه  هیڅ ډیپلوماټیکې اړیکې نه لری  او دا رژیم  په رسمیّت نه پیژنی .

د پاکستان ځینی  سیاسی فعالانو  په همداوروستیو کې سپارښتنې کړی ،  اسلام اباد باید  دکشمیر دشخړې  او دهند او پاکستان دتاؤتریخوالو په مقابل کې  د عربانو له چپتیاسره دمقابلې لپاره  له تل ابیب سره اړیکې  ټینګې کړی .

دا په داسې حال کې دی چې   دمتحده عربی اماراتو او بحرین په څیر د پاکستان ښه عربو انډیوالو واکوالانو   په همداوروستیو کې  ددې په ځای  چې دکشمیر د شخړې په  اړه د پاکستان ملاتړ وکړی ، دهندوستان لومړی وزیر ته ئې  دسفر رسمی بلنه و رکړې او مودی سرکار ته ئې په داسې حال کې د امن ملی ایوارډونه ډالۍکړی چې وئیل کیږی، د هندی لومړی وزیر  لاسونه د زرګونو مظلومو کشمیری  مسلمانانو په وینو رنګین دی .