مقاومت د قدرت معادله تثبیت کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84370-مقاومت_د_قدرت_معادله_تثبیت_کړه
زمونږ خبریال راپور راکوی د لبنان دحزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ مقاومت صهیونیسټ رژیم ته په خپل ځواب ورکولو سره وتوانید د قدرت انډول تثبیت کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2019 10:46 Asia/Kabul
  • حزب الله د خطرناکو چارو د  رامینځته کیدا د مخینوي لپاره د نښتې د قواعدو او د دفاعي قدرت د ساتلو غوښتونکی دی .
    حزب الله د خطرناکو چارو د رامینځته کیدا د مخینوي لپاره د نښتې د قواعدو او د دفاعي قدرت د ساتلو غوښتونکی دی .

زمونږ خبریال راپور راکوی د لبنان دحزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ مقاومت صهیونیسټ رژیم ته په خپل ځواب ورکولو سره وتوانید د قدرت انډول تثبیت کړی .

هغه وویل اسرائیل دفلسطین ټاټوبی دځان او نیواکګرۍ هم اخلاقی کار او جنایت سم اصول ګڼی چې باید ورباندې اعتماد وکړو نو پردې اساس د جهاد د لارې له غوره کولو پرته بله حل  لاره  نشته .

دلبنان دحزب الله  دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم ډاګینه کړه که چیرې د مقاومت ، پوځ او دملت معادلې بڼه نه خپلوالی نو لبنان نه ازادیده ځکه چې مقاومت ازادی غواړی دی او ددغه ازادۍ دفاع کوی او په عین حال کښې حزب الله د خطرناکو چارو د  رامینځته کیدا د مخینوی لپاره د نښتې د قواعدو او د دفاعی قدرت د ساتلو غوښتونکی دی .

شیخ نعیم قاسم زیاته کړه امریکا او صهیونیسټ رژیم غواړی دهغه تیری له لارې چې دهیوادونو پرضد ترسره شوی دی د جنګ قواعد بدل کړی خو نتیجه یې ولیدله او د خپل جنایت لګښت یې ورکړ او مقاومت د کړچار او د وینا له پلوه د بریالیتوب په لاره کښې دی .

دلبنان حزب الله غورځنګ پرون مازیګر په خپل هیواد داسرائیلو درژیم تیریو ته په ځواب کښې دنیواکی ټاټوبو په شمال کښې دصهیونیسټانو په یوه(۱) پوځی ګاډی برید وکړ چې له کبله یې ټول سپاره کسان ووژل یا ژوبل شول .