صهیونیسټان نور د لبنان واکمِنی ترپښولاندې نشي کولی
وروستي راپورونه ښئ دصهیونیسټي رژيم هاآرتص ورځپاڼې پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلی دي ،دلبنان د حزب ا... غورځنګ دمبارزانو په حملې کې لږترلږه پنځّه اسرائيلي پوځیان هلاک شوي دي .
د ایرنا د خبر له مخې دلبنان د حزب ... ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا.... بیګا په یولړ څرګندونو کښې په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې د صهیونیسټانو له خوا د لبنان د واکمنۍ د خلاف ورزۍ وخت تیر شوی وویل: د مقاومت له وروستیو عملیاتو د لبنان د حکومت، پوځ او خلکو ملاتړ ثابته کړې چې حزب ا... د صهیونیسټانو ګواښونو ته په ځواب ورکولو کښې مضبوطه اډاڼه لری.
هغه د بیروت په سویلی سیمه کښې د صهیونیسټی رژیم د خلاف ورزی کونکو ډرونز د تیرې اونۍ ناکامو عملیاتو ته په اشارې سره وویل: د لبنان د پوځ او مقاومت په هوښیارۍ سره نور نو د لبنان د خاورې هیڅ کومه برخه د اسرائیلو د پوځ د بلاغوښتنو لپاره مناسبه نه ده پاتې.
حسن نصر ا.... صهیونیسټانو ته په خطاب کې وویل: د ۲۰۱۹ کال د ستمبر اوله نیټه ښه په یاد ولرئ ځکه چې دغه ورځ د لبنان د دفاع لپاره د داسې نوې مرحلې پیلامه ده چې په کښې د مقاومت لپاره هیڅ سره کرښه نشته.
وروستي راپورونه ښئ دصهیونیسټي رژيم هاآرتص ورځپاڼې پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلی دي ،دلبنان د حزب ا... غورځنګ دمبارزانو په حملې کې لږترلږه پنځّه اسرائيلي پوځیان هلاک شوي دي .