اسرائیلو د ایران پرضد د دباو غوښتنه وکړه
-
د ایران ولسمشر حسن روحاني هم له سبا ورځې څخه د تهران د اټومي تړون د ژمنو د کمولو د دریم(۳) ګام د اجرايي کیدا خبر ورکړ .
ایرنا خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په اټومی تړون کې دخپلو ژمنو د کمولو د دریم (۳) ګام په هکله د ایران فیصلې ته په غبرګون کښې په تهران د دباو د اعمالولو غوښتنه وکړه .
دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو انګلستان ته له سفر مخکې نن وویل اوس له ایران سره د خبرو اترو نه بلکې په تهران د دباو د اعمالولووخت دی .
نتانیاهو لندن ته په سفر کښې د بریتانیا له لومړی وزیر بوریس جانسن ، او دامریکا له دفاع وزیر مارک سپیر سره کتنه کوی او دهغو مسائیلو په هکله به چې د اسرائیلو لپاره مهمې دی خبرې اترې وکړی .
د ایران ولسمشر حسن روحانی هم له سبا ورځې څخه د تهران د اټومی تړون د ژمنو د کمولو د دریم(۳) ګام د اجرایی کیدا خبر ورکړ .
هغه ټینګار وکړ دایران اټومی انرژۍ اداره باید دهر هر هغه څه چې داټومی ټیکنالوژۍ د تحقیق او دپراختیا په زمینه کښې ورته ضرورت لری ترسره کړی .
امریکا د تیر میلادی کال د می دمیاشتې په اتمه (۸)نیټه له پینځه جمع یوې ډلې سره دایران له لاسلیک شوی موافقې چې په ۲۰۱۵میلادی کال کښې لاسلیک شوی وه په یواړخیزه ډول ووتله .
په عین حال کښې دایران اسلامی جمهوریت له یوه (۱)کال صبر کولو او د تهران د هیلو له نه پوره کیدا وروسته وویل له اټومی تړون سره سم خپلې ځینې ژمنې کموی .