د صهیونیسټ رژیم د معادلاتو د تپلو وخت تیر شوی دی
د حزب ا.. په وروستیو عملیاتو پسې مقاومت یوې هغې نوی مرحلې ته رسیدلی چې د غبرګون مرحله ده .
النشره خبری چینل راپورورکړ دلبنان دحزب ا.. ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،دم ګړۍ دا دمقاومت چورلیز دی ، چې معادلات په دفاع سره پر نورو تپی او د وحشی صهیونیسټی رژیم تیریو ته د مقاومت وروستی ځواب کوم ساده اقدام نه ؤ ،ځکه اسرائیلیان تر یوې مودې پورې په انتظار او اندیښنو کې ژوندکاوه اودا ئې وښودله چې د مقاومت غبرګون ډیر سخت اوکلک ؤ .
د حزب ا... ولسی غورځنګ داجرائی شورا مشر شیخ علی دعموش هم د صهونیسټ رژیم له هرډول تیریو سره دمقابلې او د نیواکی فلسطین په مینځ کې په صهیونیسټانو کلک ګوزار لپاره د لبنان داسلامی مقاومت د چمتووالی خبر ورکړ او وې وئیل دحزب ا.. په وروستیو عملیاتو پسې مقاومت یوې هغې نوی مرحلې ته رسیدلی چې د غبرګون مرحله ده .