د مقاومت چورلیز امریکا ته نه تسلیمیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84531-د_مقاومت_چورلیز_امریکا_ته_نه_تسلیمیږی
زمونږ خبریال وایی د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د امریکا او دصهیونیسټ رژیم ددباونو په وړاندې د مقاومت دچورلیز په دریدا ټینګار سره وویل بایکاټ ، بې وزلۍ او لوږه د مقاومت په ارادې کښې هیڅ خنډ نشی رامینځته کولای .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2019 08:08 Asia/Kabul
  • د حضرت امام حسین علیه السلام د لارې په پیروۍ کولو سره هیڅ کلابندۍ  او بایکاټ زمونږ په ارادې باندې اغیز نه شیندي .
    د حضرت امام حسین علیه السلام د لارې په پیروۍ کولو سره هیڅ کلابندۍ او بایکاټ زمونږ په ارادې باندې اغیز نه شیندي .

زمونږ خبریال وایی د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د امریکا او دصهیونیسټ رژیم ددباونو په وړاندې د مقاومت دچورلیز په دریدا ټینګار سره وویل بایکاټ ، بې وزلۍ او لوږه د مقاومت په ارادې کښې هیڅ خنډ نشی رامینځته کولای .

هغه د بیروت په جنوب کښې په «ضاحیه»سیمه کښې د امریکا ولسمشر اود صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر ته په  وینا کښې وویل مونږ د بایکاټونو په شمول له ټولو خطرونو او ګواښونو سره سره د حضرت امام حسین علیه السلام په لاره کښې د قدم دکیښودلو لپاره خپله اراده کلکه کړی ده او ددښمانانو په وړاندې ستر جنګ ته به دوام ورکړو .

د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله د مقاومت دچورلیز په تیره بیا دایران پرضد د امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ او د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ته به ثابته شی مونږ داسې خلک یوو چې د حضرت امام حسین علیه السلام د لارې په پیروۍ کولو سره هیڅ کلابندۍ  او بایکاټ زمونږ په ارادې باندې اغیز نه شیندی .

هغه د ایران داسلامی انقلاب د معظم رهبر له لارښونو دلبنان دمقاومت پیروۍ ته په اشارې سره وویل نن سبا امریکا ، اسرائیل او دهغوې لاسپوڅی هیوادونه نیت لری زمونږ خیمه او مقاومت چورلیز کلابند کړی خو ددغه خیمې قومندان امام خامنه ای او ددغه خیمې مرکز دایران اسلامی جمهوریت دی چې په کلابندۍ ، لوږې او جنګ سره به تسلیم نشی او مونږ  به د خپلې  وینې تر اخری قطرې پورې دهغوې ملاتړ وکړو .