عراق به خپلو ګاونډیانو ته د تاوان د رسیدو لامل نشی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84690-عراق_به_خپلو_ګاونډیانو_ته_د_تاوان_د_رسیدو_لامل_نشی
د عراق د خارجه وزارت ویندوی احمد الصحاف د فارس خلیج د ساتنې لپاره په سمندری ائیتلاف کې د بغداد هرډول ګډون دروغ بللی او وئیلی ئې دی ، بغداد په داسې هیڅ ډول ائیتلاف کې ګډون نه منی ، چې د قدس نیواکګر رژیم پکې شتون ولری .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Sep 18, 2019 06:34 Asia/Kabul
  •  عراق به  خپلو ګاونډیانو ته د تاوان د رسیدو لامل نشی

د عراق د خارجه وزارت ویندوی احمد الصحاف د فارس خلیج د ساتنې لپاره په سمندری ائیتلاف کې د بغداد هرډول ګډون دروغ بللی او وئیلی ئې دی ، بغداد په داسې هیڅ ډول ائیتلاف کې ګډون نه منی ، چې د قدس نیواکګر رژیم پکې شتون ولری .

  دعراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی  پرون مازدیګر  په بغداد کې د  ناټو موسسې له سرمنشی  ینس سټولتنبرګ سره په کتنې کې ټینګار کړی ،دعراق حکومتد عراق دثبات او دسیمې ددرستو هیوادونو د امنیت اوثبات لپاره  سیاسی انډول په نظر کې نیولی او  روانو بحرانونو ته په پام سره  د خپل ملت او  د سیمې د هیوادونو  د ګټو  دساتلوپه اساسعمل کوی. 

  د ناټو سرمنشی هم په دغې کتنې کې روښانه کړې  ناټو موسسه  دعراق د حاکمیّت،  دملت د یو موټی کیدا او د بغداد د حکومت دحکیمانه سیاست  ملاتړې او شریک اورګان دی .

  له بل پلوه  د عراق د خارجه وزارت ویندوی  احمد الصحاف د فارس خلیج د ساتنې لپاره په سمندری ائیتلاف کې د بغداد هرډول ګډون دروغ بللیاو وئیلی ئې دی ، بغداد په داسې هیڅ ډولائیتلافکې  ګډون نه منی،چې د قدس نیواکګر رژیم پکې شتون  ولری .هغه روښانه کړې ،د فارس خلیج  په لارو کې د سمندر کچ کونې د امنیت ساتل د دغې سیمې دختیخی  هیوادونو په غاړه دی .