صهیونیسټ رژیم د امریکا دفیصلې هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84710-صهیونیسټ_رژیم_د_امریکا_دفیصلې_هرکلی_وکړ
پارس ټوډې خبری سایټ راپور ورکړ دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو بیګا دایران داسلامی جمهوریت پرضد د بایکاټونو دزیاتولو لپاره د امریکا دولسمشر ټرمپ د فیصلې هرکلی وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2019 00:43 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم په سوریې ، عراق، یمن  کښې د ترهګرو ډلو اصلي مالي ،پوځي او استخباراتي ملاتړ کونکی دی .
    صهیونیسټ رژيم په سوریې ، عراق، یمن کښې د ترهګرو ډلو اصلي مالي ،پوځي او استخباراتي ملاتړ کونکی دی .

پارس ټوډې خبری سایټ راپور ورکړ دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو بیګا دایران داسلامی جمهوریت پرضد د بایکاټونو دزیاتولو لپاره د امریکا دولسمشر ټرمپ د فیصلې هرکلی وکړ .

نتانیاهو په یوه (۱) ویډیویی پیغام کښې دایران په اسلامی جمهوریت د زیات دباو د راوستلولپاره دهڅو په دلیل د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ قدرونه وکړه او ویې ویل زه خوشحال یم چې په ایران دامریکا بندیزونه زیاتیږی .

صهیونیسټ رژیم له امریکا ، سعودی عربستان ، انګلستان او ځینو نوروعربو او اروپایی هیوادونو سره یوځاې په سوریې ، عراق، یمن  کښې د ترهګرو ډلو اصلی مالی ،پوځی او استخباراتی ملاتړ کونکی دی .