سوریې د ایران دملاتړونو قدرونه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85009-سوریې_د_ایران_دملاتړونو_قدرونه_وکړه
زمونږ خبریال وایی د سوریې د بهرنیو چارو وزیر «ولید المعلم» وویل په داسې حال کښې چې ځینو عربو هیوادونو له شا څخه په سوریې د چړو ګوزارونه کول دایران اسلامی جمهوریت د سوریې د خلکو او دحکومت په څنګ کښې ودرید او د ترهګرو په وړاندې یې د دمشق د مقاومت ملاتړ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2019 01:22 Asia/Kabul
  • د اساسي قانون د کمیټۍ هر غړی باید له ځان سره د سوریې روح ولري او د هیواد ګټې منعکسې کړي .
    د اساسي قانون د کمیټۍ هر غړی باید له ځان سره د سوریې روح ولري او د هیواد ګټې منعکسې کړي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې د بهرنیو چارو وزیر «ولید المعلم» وویل په داسې حال کښې چې ځینو عربو هیوادونو له شا څخه په سوریې د چړو ګوزارونه کول دایران اسلامی جمهوریت د سوریې د خلکو او دحکومت په څنګ کښې ودرید او د ترهګرو په وړاندې یې د دمشق د مقاومت ملاتړ وکړ .

ولید المعلم له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د سوریې له خلکو او حکومت څخه د ایران د  اسلامی جمهوریت د ملاتړونو په قدرونې سره زیاته کړه دمشق ایران ته له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د ګډون بلنه ورکړی ده او د ایران  پوځی سلاکاران په سوریې کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې ځانګړی رول لری .

دسوریې دبهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د روان میلادی کال په اخر کښې د هیواد د اساسی قانون د کمیټۍ د لومړۍ غونډې د ترسره کیدا د احتمال خبر ورکړ او ویې ویل د اساسی قانون د کمیټۍ هر غړی باید له ځان سره د سوریې روح ولری او د هیواد ګټې منعکسې کړی نه دا چې د ترهګرۍ د ملاتړو هیوادونو ګټې .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د امریکا او دفرانسې پوځیان باید له سوریې ووځی زیاته کړه که چیرې ددغو دوو(۲) هیوادونو عسکر له سوریې ونه وځی نو داسې قانونی لارې چارې شته چې هغوې مجبوروی له سوریې خارج شی .

امریکا او فرانسه له، اسرائیلو ، سعودی عربستان، انګلستان، ترکیې ، متحده عربی اماراتو، قطر ،اردن او کویت وغیره سره یوځاې په سوریې کښې له داعش او نورو وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې کوی .