د څلورونیول شوو صهیونیسټی عسکرو نوی عکسونه خپرۀ شوی
په عین حال کې د حماس غورځنګ ویندوی حازم قاسم وئیلی دی ، دغه ویډیو په دې خبرې ټینګار دی، چې صهیونیسټی پوځیان به د اتلو فلسطینیانوله هر یوه بندی سره له واقعی مبادلې پرته خوشی نشی .
زمونږخبریال د المیادین خبری چینل له قوله راپورراکړ د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس پوځی څانګې عزالدین قسام یونټونو د څلورو نیول شوو صهیونیسټی عسکرو د ویډیو ئی عکسونو په خپرولو سره وئیلی دی اسرائیلی رژیم د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ په وړاندې اوس له بل هر وخته زیاته کمزورتیا احساسوی .
دغه راپور ښئ دغه ویډیو چې د :ستاسو پوځیان هماغه راز په غزې کې دی: په عنوان سره خپره شوی،د څلورو صهونیسټی عسکرو د عکسونو په ښودلو سره پیلیږی او د هغو مهم اطلاعات په دوو ژبو عربی اوعبری وئیل شوی دی .
عزالدین قسام کنډکونو په دغې ویډیو کې روښانه کړې ده،د تیریګر صهونیسټی رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو د فلسطین د مقاومت په بندونو کې دخپلو بندی عسکرو برخلیک ته هیڅ پام نه کوی او د بندیانو د مبادلې لپاره په موافقې پسې نه دی .
په عین حال کېد حماس غورځنګ ویندویحازم قاسم وئیلی دی،دغه ویډیو په دې خبرې ټینګار دی، چې صهیونیسټی پوځیان به د اتلو فلسطینیانوله هر یوه بندی سره له واقعی مبادلې پرته خوشی نشی .