د بغداد په صدر ښارګی د هوان ګولې لګیدلی ده
ایرنا خبری اژانس وایی خبری سرچینو بیګا د بغداد په صدر ښارګی د هوان ګولې د لګیدا خبر ورکړ .
خو ځینو سرچینو ویلی دی چې د عراق د پلازمینې بغداد په الجادریه سیمه کښې بابل هوټل ته نږدې د کاتیوشا راکټ د لګیدا په پیښه کښې یو (۱) عسکر وژل شوی او څو نور ژوبل شوی دی .
په تیرو څو ورځو کښې دعراق په بیلابیلو سیمو کښې بریدونه او چاودنې شوی دی .
د عراق چارواکو ویلی دی چې په پلازمینې بغداد او نورو سیمو کښې بریدونه ، بم چاودنې او ډزې د فتنې د رامینځته کولو په هدف سره ترسره کیږی .
د عراق دحزب الله غونډونو هم وویل د امریکا حکومت او صهیونیسټ رژیم د بغداد په سیاستونو د خپګان په علت د دغه هیواد په وروستیو ناکراریو او مظاهرو کښې لاس لری .
دعراق د بصرې د پولیسو مشر هم وویل صهیونیسټ رژیم ، سعودی عربستان او متحده عربی امارات په عراق کښې د ارامښت او د ثبات د ګډوډولو هڅه کوی او دغه درې (۳) هیوادونه ترهګرو ته وسلې او پیسې ورکوی .