امریکا دسورئې پر تیلی زیرمو تمرکز کړی دی
د روسیې خارجه وزیر لاوروف زیاته کړې ا مریکا هڅه کوی ، ددغه هیواد دتیلی پلیټ فارمونو ته د سورئې د حکومت د لاس رسی خنډ شی .
پارس ټو ډې خبری اژانس راپورورکړی ، د روسیې خارجه وز یر سرګئ لاؤروف د روسیې له څلورویشتم خبری چینل سره په خبرو کې په دې په ټینګار سره چې امریکا د سورئې تیل د قاچاق په بڼه له دغه هیواده وباسی ، ووئیل ، واشنګټن دسورئې د تیلو له خرڅلاوه په ترلاسه شوی عاید سره . په دغه هیواد کې ځان ته د وفادارو ډلو ملاتړ کوی .
د روسیې خارجه وزیر زیاته کړې ا مریکا هڅه کوی ، ددغه هیواد دتیلی پلیټ فارمونو ته د سورئې د حکومت د لاس رسی خنډ شی .
د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن مارا زاخارووا هم پرون وئیلی ، واشنګټن په غیر قانونی توګه د سورئې د شمال ختیځ له تیلی زیرمو په میاشت کې د څه دپاسه دیرش میلیارډ ډالرو په ارزښت تیل وباسی .له دې مخکې هم د سورئې دتیلو دقاچاق لپاره له د اعشی ترهه ګرې ډلې سره د امریکائی پوځیانو دملګرتیا پهباب راپورونه خپرۀ شوی وو .