د کربلا مشرانو له ایران څخه بښنه وغوښتله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85723-د_کربلا_مشرانو_له_ایران_څخه_بښنه_وغوښتله
تسنیم خبری اژانس وایی د عراق د کربلا ښار د قومونو او د قبائیلو مشرانو پرون د عراق د خلکو په استازی توب په دغه ښار کښې د ایران په کنسولګرۍ کښې په شتون سره د ایران په کنسولګرۍ د بلواګرو کسانو د حملې په خاطر بښنه وغوښتله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2019 01:09 Asia/Kabul
  • د کربلا مشرانو  له ایران څخه بښنه وغوښتله

تسنیم خبری اژانس وایی د عراق د کربلا ښار د قومونو او د قبائیلو مشرانو پرون د عراق د خلکو په استازی توب په دغه ښار کښې د ایران په کنسولګرۍ کښې په شتون سره د ایران په کنسولګرۍ د بلواګرو کسانو د حملې په خاطر بښنه وغوښتله .

د کربلا ښار د قومونو او دقبائیلو مشرانو د ایران د کنسولګرۍ له چارواکو سره په کتنې کښې د غه برید وغاند .

د عراق د بهرنیو چارو وزارت هم په تیرې دوشنبه ورځ په یوې (۱) خبر پاڼه کښې په کربلا کښې د ایران په کنسولګرۍ د بلواګرو برید غندلی وو .

په تیرې یکشنبې ورځ یوشمیر کسانو په عراق کښې په خرابو اقتصادی حالاتو د اعتراض په پوښښ کښې په کربلا کښې د ایران داسلامی جمهوریت په کنسولګرۍ برید وکړ .

ناپیژاندو یرغلګرو په تیرو څو ورځو کښې د عراق په بیلابیلو ښارونو کښې په حکومتی مرکزونو او امنیتی ځواکونو په  ځلونو حملې کړی دی .

د عراق چارواکو ویلی دی چې دغه حملې د فتنې د رامینځته کولو په هدف سره ترسره کیږی .

د عراق د بصرې د پولیسو مشر ویلی دی چې سعودی عربستان، متحده عربی امارات او صهیونیسټ رژیم د عراق د ثبات او د ارامښت د له مینځه وړلو کوشش کوی .