یمن د عربستان پولې ته څیرمه اسرائیلي ډرون نسکور کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85786-یمن_د_عربستان_پولې_ته_څیرمه_اسرائیلي_ډرون_نسکور_کړ
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند د نجران په سرحدي سیمه کښې د سعودي رژیم د یوې بې پایلټه جاسوسي الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2019 13:13 Asia/Kabul
  • یمن د عربستان پولې ته څیرمه اسرائیلي ډرون نسکور کړ

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند د نجران په سرحدي سیمه کښې د سعودي رژیم د یوې بې پایلټه جاسوسي الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ.

برید جنرال یحیی سریع نن وویل چې د صهیونیسټي رژيم یو ډرون د غلیمانه اقداماتو له ترسره کولو وروسوته د نجران سرحدي سیمې ته څيرمه په الصوح نومې سیمه کښې د یمني ځواکونو په لاس رانسکور کړی شو.

د ویلو ده چې د یمن د پوځ او انصار ا... ولسي غورځنګ دفاعي او هم داشان یرغلیزې توانمنۍ په دې تیر یو کال کښې ډیرې زیاتې شوې دي داشان چې د یمن د جنګ په ډګر کښې د قدرت انډول یې بدل کړی دی.