اسرائیل زمونږ کور ګوند له لیکوډ ګوند سره ائتلاف کوی
زمونږ خبریال وایی اسرائیل زمونږ د کور ګوند مشر اویګدور لیبرمین له خپل دریځ څخه په ښکاره شاتګ کښې وویل احتمال شته چې زما ګوند د صهیونیسټ رژیم د کابینې د جوړولو لپاره د نتانیاهو په مشرۍ له لیکوډ ګوند سره ائتلاف وکړی .
اویګدور لیبرمین پرون د اسرائیلو د شین او د سپن ګوند مشر بنی ګانټس ته ګواښ وکړ که چیرې د چرخشی لومړی وزارت په موافقې کښې اوسنی لومړی وزیر نتانیاهو ته اجازه ورنکړی چې تر نورو پینځو (۵) میاشتو پورې لومړی وزیر شی نو زه له لیکوډ ګوند سره ائتلاف کوم .
اسرائیل زمونږ د کور ګوند مشر اویګدور لیبرمین شین او سپین ګوند ته اطلاع ورکړه چې د اسرائیلو د پارلمان یوشمیر استازیو په یوه (۱) کال کښې د دریم (۳) ځل لپاره د انتخاباتو د ترسره کیدا د مخنیوی لپاره له لیکوډ ګوند سره زما د ائتلاف کولو غوښتنه کړی ده .
اویګدور لیبرمین په تیرې دوشنبې ورځې ویلی وو تر هغه وخته چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او بنی ګاڼش اختلاف ختم نکړی او د کابینې د جوړولو لپاره له یوبل سره موافقه ونکړی زه له هیڅ یوه سره ائتلاف نه کوم .
بنیامین نتانیاهو او بنی ګانټس تراوسه د صهیونیسټ رژیم د نوی کابینې په جوړولو کښې ناکامه وو .
د صهیونیسټ رژیم مشر پارلمان ته دنده وسپارله چې نوی لومړی وزیر معرفی کړی .
د صهیونیسټ رژیم د انتخاباتو مرکزی کمیټۍ په تیرې سه شنبې ورځ وویل تر ټاکلی نیټې پورې د دغه رژیم د کابینې د نه جوړیدا په بڼه کښې به د راتلونکی میلادی کال د فرورۍ د میاشتې په پینځویشتمه (۲۵) نیټه نوی عمومی انتخابات ترسره شی .