د سورئې توغندوی سسټم د صهونیسټانوتوغندوی حمله شنډه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86750-د_سورئې_توغندوی_سسټم_د_صهونیسټانوتوغندوی_حمله_شنډه_کړه
صهیونیسټ تیریر رژیم تل د ترهه ګرو اوجنایتکارو د ملاتړ لپاره دسورئې دپوځ مورچلې او بیخ بینائی تاسیسات په نښه کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 23, 2019 04:31 Asia/Kabul
  • د سورئې توغندوی سسټم د صهونیسټانوتوغندوی حمله شنډه کړه

صهیونیسټ تیریر رژیم تل د ترهه ګرو اوجنایتکارو د ملاتړ لپاره دسورئې دپوځ مورچلې او بیخ بینائی تاسیسات په نښه کړی دی .

 دسورئې سانا رسمی خبری آژانس راپورورکړ د دغه هیواد  دپوځ  د هوافضا دفاعی توغندوی  نظام  په دمشق باندې د صهیونیسټی رژیم  دتوغندوی حملې مخه نیولې او  دوحشی رژیم  درست   توغندی ئې   په  فضا کې  د هغو په مخه نیولو سره  شنډ کړی دی .

 صهیونیسټ تیریر رژیم  تل  د ترهه ګرو اوجنایتکارو د ملاتړ لپاره  دسورئې  دپوځ مورچلې  او بیخ بینائی تاسیسات  په نښه  کړی دی . په  داسې حال کې چې  په دغه هیواد کې د تکفیری جنایتکارو داعشی ترهه ګرو دوسیه  په بندیدو ده او  نور به  په سیمې کې د  امریکا او صهیونیسټ رژیم په ګټه  دمعاملو  بدلول   دغو سپیرو رژیمونو نه ممکنه  نه وی .

 له سورئې په یوه بل خبر کې وئیل شوی دی ، د سورئې پوځ  د ادلب ولایت  د الحراکی ، القراطی  ،تحتایا،  تل الخمصی  او فروان ښارګوټی  د النصره جبهې د جنایتکارو په خلاف په یولړ پاکونکو عملیاتو کې  آ زاد کړی  او د دغو جنایتکارو ترهه ګرو په سترو وسلو  سنبال په لسګونو ګاډی ئې هم تباه کړی او دوی ته ئې یو لړ مرګ ژوبلې  هم اړولی دی .