دمشق د متحدانوپه ملګرتیا د امریکا له هراړخیزوبندیزونوسره مقابله کوی
د امریکاحکومت ګمان کوی،د زیاتو دباؤنو د اعمالولو له لارې سوریه شاتګ ته اړباسلی شی،په داسې بڼه کې چې،دغه اقدامات به ددغه یهواد پر سیاستونو هیڅ اغیزې ونه شیندی .
زمونږخبریال راپورراکړ د سورئې د ولسمشر سلاکارې میرمن بثینه شعبان پر دمشق او دمتحدانو په تیره بیا په روسیې او ا یران د امریکا ددباؤنو په زیاتیدا په سختو نیوکو سره وئیلی د مشق دامریکا له بندیزونو سره دمقابلې لپاره له خپلو متحدانو سره ځانګړی تدبیرونه لری .
میرمن شعبان ددې خبرې په کولو سره چې امریکا له اسرائیلو څخه په ملاتړ کې د سټراټژیکو دلیلونو په خاطر خپل هیواد ته د سوریاوالو کډوالو دبیرته ستنیدا مخنیوی کوی ، زیاته کړې ، د امریکا حکومت ګمان کوی ، د زیاتو د باؤنو د اعمالولو له لارې سوریه شاتګ ته اړباسلی شی ، په داسې بڼه کې چې ، دغه اقدامات به ددغه یهواد پر سیاستونو هیڅ اغیزې ونه شیندی .
امریکا او دهغې متحدان هڅه کوی ،څو دمشق په سورئې کې د ترهه ګرو په وسیله د کارول شوو کیمیائی حملو مسئول معرفی کړی څو له دې لارې په دغه هیواد دپوځی حملې لپاره کومه پلمه په لاس کې ولری .