دمشق د متحدانوپه ملګرتیا د امریکا له هراړخیزوبندیزونوسره مقابله کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86838-دمشق_د_متحدانوپه_ملګرتیا_د_امریکا_له_هراړخیزوبندیزونوسره_مقابله_کوی
د امریکاحکومت ګمان کوی،د زیاتو دباؤنو د اعمالولو له لارې سوریه شاتګ ته اړباسلی شی،په داسې بڼه کې چې،دغه اقدامات به ددغه یهواد پر سیاستونو هیڅ اغیزې ونه شیندی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 26, 2019 11:37 Asia/Kabul
  • دمشق د متحدانوپه ملګرتیا د امریکا له هراړخیزوبندیزونوسره مقابله کوی

د امریکاحکومت ګمان کوی،د زیاتو دباؤنو د اعمالولو له لارې سوریه شاتګ ته اړباسلی شی،په داسې بڼه کې چې،دغه اقدامات به ددغه یهواد پر سیاستونو هیڅ اغیزې ونه شیندی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د سورئې د ولسمشر سلاکارې میرمن بثینه شعبان  پر دمشق او دمتحدانو په تیره بیا  په روسیې او ا یران د امریکا ددباؤنو په زیاتیدا په سختو نیوکو سره  وئیلی  د مشق دامریکا له بندیزونو سره  دمقابلې لپاره  له خپلو متحدانو سره  ځانګړی تدبیرونه لری  .

 میرمن شعبان ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا له اسرائیلو څخه په ملاتړ کې  د سټراټژیکو دلیلونو په خاطر  خپل هیواد ته د سوریاوالو کډوالو  دبیرته ستنیدا مخنیوی کوی ، زیاته کړې ، د امریکا حکومت ګمان کوی ،  د زیاتو د باؤنو د اعمالولو له لارې  سوریه شاتګ ته اړباسلی شی ، په داسې بڼه  کې چې ، دغه اقدامات به ددغه یهواد پر سیاستونو هیڅ اغیزې ونه شیندی .

 امریکا او دهغې متحدان هڅه کوی ،څو  دمشق په سورئې کې د ترهه ګرو په وسیله د کارول شوو کیمیائی حملو مسئول معرفی کړی څو له دې لارې  په دغه هیواد دپوځی حملې لپاره کومه پلمه  په لاس کې ولری .