سعودي پوځیانو په قطیف کښې دوه ځوانان ووژل
Dec 29, 2019 04:01 Asia/Kabul
د سعودي رژيم پوځیانو د الشرقیه ولایت د قطیف شیعه میشت ښار په العنود ښارګي باندې په برید سره دوه عربستاني ځوانان وژلې دي.
د قطیف اوسیدونکي یو سیاسي فعال پرون په یو ټویټ کښې ولیکل چې دغه دواړه عربستاني ځوانان په العنود ښارګي کښې د سعودي مامورانو په وحشیانه عملیاتو کښې وژل شوې دي.
د ویلو ده چې د عربستان الشرقیه ولایت تل د آل سعود د پوځیانو له حملو سره مخامخ وي چې په کښې تراوسه د دغه ولایت لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ژوندي نیول شوې دي.
د عربستان له ۱۰ نه تر ۱۵ فیصدو پورې نفوس شیعه مسلمانان دي چې زیاتره په الشرقیه ولایت کښې اوسیږي.
ټیګونه