عراق دګاونډیو هیوادونو په ضد دیوه چورلیزغړی هم نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86935-عراق_دګاونډیو_هیوادونو_په_ضد_دیوه_چورلیزغړی_هم_نه_دی
د عراق دپارلمان غړو هم په یوې غونډې کې چې نن ترسره شوی،د الحشد الشعبی ځواک په مرکز د امریکا دبې پیلوټه الوتکو دحملو د نتیجو او پایل د ارزونې په موخې سره ترسره شوی،د عراق له خارجه وزارته غوښتی،د عراق پر ځواک دحملې په محکومولو سره دې په دې زمینې کې دملګروملتو امنیت شورا ته شکایت وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2019 12:35 Asia/Kabul
  • عراق دګاونډیو هیوادونو په ضد دیوه چورلیزغړی هم نه دی

د عراق دپارلمان غړو هم په یوې غونډې کې چې نن ترسره شوی،د الحشد الشعبی ځواک په مرکز د امریکا دبې پیلوټه الوتکو دحملو د نتیجو او پایل د ارزونې په موخې سره ترسره شوی،د عراق له خارجه وزارته غوښتی،د عراق پر ځواک دحملې په محکومولو سره دې په دې زمینې کې دملګروملتو امنیت شورا ته شکایت وکړی .

زمونږخبریال راپورراکړ د عراق دچارو پرمخ بیونکی لومړی وزیرعادل عبدالمهدی په القائم ښار کې د الحشد الشعبی ځوا ک په مرکز د امریکا  دیرغل په غبرګون کې  دغه حمله  د امریکا له خوا یو ناسم  اوکرغیړن  اقدام بللی  او وئیلی ئې دی ، دغه حمله به  په سیمې کې د تاؤتریخوالی لامل شی .

په  عین حال کې د عراق دپارلمان غړو  هم په یوې غونډې کې چې نن ترسره شوی،دالحشد الشعبی ځواک  په مرکز د امریکا دبې پیلوټه الوتکو  دحملو دنتیجو او پایل د ارزونې په موخې سره  ترسره شوی،د عراق له خارجه وزارته غوښتی ،  دعراق پر ځواک  دحملې په محکومولو سره دې  په دې زمینې کې  دملګروملتو امنیت شورا ته شکایت وکړی .

داپه داسې حال کې دی چې دعراق ولس او ډیری چارواکو اوسیاستوالانو په کرتو پخپل هیواد کې د امریکا دنیواکګرۍ د ختمیدا غوښتنې کړی دی .