صیهونیسټی عسکرو په غزې کې ۳ فلسطینان شهیدان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87441-صیهونیسټی_عسکرو_په_غزې_کې_۳_فلسطینان_شهیدان_کړل
صیهونیستی عسکرو په ۲۰۱۹ کال په غزې تړانګې ، د اردن سین په لویدیځې غاړې او نیواکی قدس کې ۱۴۹ فلسطینیان شهیدان کړی دی چی پکې ۳۳ ماشومان هم شامل دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2020 12:19 Asia/Kabul
  • صیهونیسټی عسکرو په غزې کې ۳ فلسطینان شهیدان کړل

صیهونیستی عسکرو په ۲۰۱۹ کال په غزې تړانګې ، د اردن سین په لویدیځې غاړې او نیواکی قدس کې ۱۴۹ فلسطینیان شهیدان کړی دی چی پکې ۳۳ ماشومان هم شامل دی

 

زمونږ خبریال راپور راکوی صیهونیستی عسکرو نن سهار درې فلسطینی ځوانان په دې ادعا چی نیواکی ټاټوبی ته یې د ورداخلیدا نیت درلود ، شهیدان کړل .

د صیهونیسټ رژیم پوځ په یوې بیانیې کې ادعا وکړه دریو فلسطینیانو نیت درلود چی د غزې په جنوب کې له خنډونو په تیریدا سره  اسراییلو ته ورداخل شی  او په عسکرو یې حمله وکړی . د فلسطینی شهیدانو د کورنیو ملی ټولنې په یوه بیانیه کې ویلی دی صیهونیستی عسکرو په ۲۰۱۹ کال په غزې تړانګې ، د اردن سین په لویدیځې غاړې او نیواکی قدس کې ۱۴۹ فلسطینیان شهیدان کړی دی چی پکې ۳۳ ماشومان هم شامل دی .

صیهونیستی عسکر هره ورځ په بیلا بیلو پلمو د فلسطین مظلوم خلک شهیدوی او یا ژوبلوی او نیسی .