ملګري ملتونه د عراق د مځکنۍ بشپړتیا او ثبات غواړي
دعراق د خارجه وزارت د اعلامیې په اساس ، ګوتریش او الحکیم دعراق او لویدیځي آسیا د وروستیو حالاتو په باب هم سره مشورې اوخبرې کړي چې په هغو کې ګوتریش دعراق د وحدت او ثبات او تضمین په خاطر په درستو زمینو کې له دغه هیواده دلازم ملاتړ لپاره د ملګروملتو د چمتووالي خبر ورکړی دی .
السومریّه نیوز خبری سایټ راپور ورکړی ، د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش بیګا د عراق له خارحه وزیر محمد علی الحکیم سره په ټيلیفوني تماس کې وئيلي دي ، ملګري ملتونه په عراق کې د وحدت او ثبات بشپړ ملاتړ کوي .
دعراق د خارجه وزارت د اعلامیې په اساس ، ګوتریش او الحکیم دعراق او لویدیځي آسیا د وروستیو حالاتو په باب هم سره مشورې اوخبرې کړي چې په هغو کې ګوتریش دعراق د وحدت او ثبات او تضمین په خاطر په درستو زمینو کې له دغه هیواده دلازم ملاتړ لپاره د ملګروملتو د چمتووالي خبر ورکړی دی .
په عراق کې دیره د ملګروملتو پلاوي هم د پنجشنبې په ورځې په یوې اعلامیې کې په دغه هیواد کې د سیاسی ځوړتیا ماتول اړین بللي او دعراق له مسئولانو ئې غوښتي ، د سوله غواړو مظاهره چیانو له حقوقو دې ملاتړ وکړي .