د لبنان نوي لومړي وزیر د باور رایه ترلاسه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87887-د_لبنان_نوي_لومړي_وزیر_د_باور_رایه_ترلاسه_کړه
فارس خبري اژانس وايي د لبنان پارلمان بیګا د دغه هیواد نوي لومړي وزیر حسان دیاب ته د باور رایه ورکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 12, 2020 05:02 Asia/Kabul
  • د لبنان نوي لومړي وزیر د باور رایه ترلاسه کړه

فارس خبري اژانس وايي د لبنان پارلمان بیګا د دغه هیواد نوي لومړي وزیر حسان دیاب ته د باور رایه ورکړه .

د لبنان په پارلمان کښې له درې اتیا(۸۳) موجودو استازیو څخه درې شپيتو (۶۳) تنو  د دغه هیواد نوي حکومت ته د باور رایه ورکړه .

حسان دیاب هم له پارلمان څخه د باور رایې له ترلاسه کولو وروسته ډاګینه کړه چې د لبنان له خلکو سره به صادق وي .

د لبنان نوی حکومت شل (۲۰) وزیران لري .

د لبنان نیم وزیران مسلمانان او نیم نور عیسایان دي چې دریمه (۳) برخه یې میرمنې دي .