د لبنان نوي لومړي وزیر د باور رایه ترلاسه کړه
Feb 12, 2020 05:02 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د لبنان پارلمان بیګا د دغه هیواد نوي لومړي وزیر حسان دیاب ته د باور رایه ورکړه .
د لبنان په پارلمان کښې له درې اتیا(۸۳) موجودو استازیو څخه درې شپيتو (۶۳) تنو د دغه هیواد نوي حکومت ته د باور رایه ورکړه .
حسان دیاب هم له پارلمان څخه د باور رایې له ترلاسه کولو وروسته ډاګینه کړه چې د لبنان له خلکو سره به صادق وي .
د لبنان نوی حکومت شل (۲۰) وزیران لري .
د لبنان نیم وزیران مسلمانان او نیم نور عیسایان دي چې دریمه (۳) برخه یې میرمنې دي .
ټیګونه