کورونا په عربو هیوادونو کښې هم پراختیا موندلې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88770-کورونا_په_عربو_هیوادونو_کښې_هم_پراختیا_موندلې
د عربو هیوادونو د روغتیا وزارتونو د رپورټ له مخې، په دغو هیوادونو کښې په کورونا وایرس د ککړو کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2020 02:59 Asia/Kabul
  • کورونا په عربو هیوادونو کښې هم پراختیا موندلې

د عربو هیوادونو د روغتیا وزارتونو د رپورټ له مخې، په دغو هیوادونو کښې په کورونا وایرس د ککړو کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

د کویت روغتیا وزارت پرون وویل چې په دغه هیواد کښې په کورونا د ککړو ۱۱ نویو کسانو په پیژندل کیدو سره د دغه ډول ناروغانو شمیر ۱۵۹ تنو ته ورسید.

د لبنان روغتیا وزارت هم په خپلو تازه احصائيو کښې د ۱۴ نورو کسانو په ککړیدو سره په دغه هیواد کښې د کورونا شمیر ۱۷۰ تنه اعلان کړ.

سعودي عربستان هم د کورونا وایرس د خپریدو د مخنیوي په موخه په حرمین شریفینو کښې لمونځ بند کړی دی.

اخوا په عراق کښې د ۱۱ نویو مواردو په موندل کیدو سره په دغه هیواد کښې په کورونا وایرس د ککړو کسانو شمیر ۱۷۷ ته ورسید.

په عین حال کښې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي که چیرې کورونا وایرس په سوریې او یمن کښې خپور شو نو د دغو هیوادونو حالاتو ته په پام سره به ډیر خطرناک وي.