د سورئې په حمص کې نور دیرش داعشیان هلاک شوي دي
سره له دې چې څه دپاسه یوکال کیږي،د داعشي ترهه ګرو له سپیرۀ وجوده د سورئې دختیځي سیمو پاکول پاي ته رسیدلي دي،خو ددغه هیواد په هغو دښتو او غرنیّو سیمو کې ددغې جنایتکارې ډلې پاتې تکفیریان چې د حمص له ختیځي برخو دعراق تر پولې پورې خورې دي ،هماغه راز شتون لري .
میډل ایسټ آئي خبری سایټ راپورورکړد سورئې پوځ ددغه هیواد په حمص ولایت کې د داعشي تکفیریانو په پټنځاي په حملې کې لږترلږه دیرش داعشی ترهه ګرهلاک کړي دي .
راپور ښئ د سورئې د بشری حقوقو ددفاع کونکي ادارې دمرکز مشررامي عبدالرحمان وئیلي دي،دسورئې پوځ د داعشیانو پر مورچلو او پټنځایونو حملې له تیرو دوو ورځو راهسې د الحمص ولایت په ختیځي برخې کې د السخنه ښار په شاوخوا کې پیل شوي چې هماغه راز دوام لري .
سره له دې چې څه دپاسه یوکال کیږي،د داعشي ترهه ګرو له سپیرۀ وجوده د سورئې دختیځي سیمو پاکول پاي تهرسیدلي دي،خو ددغه هیواد په هغو دښتو او غرنیّو سیموکې ددغې جنایتکارې ډلې پاتې تکفیریان چې د حمص له ختیځي برخو دعراق تر پولې پورې خورې دي ،هماغه راز شتون لري .
له سورئې بل خبر دا چې د سورئې سرچینو د سورئې په شمال کې د الحسکه ولایت په الشدادي ښار کې دامریکائي پوځیانو له مرکز سره نزدې په بم چاودنې کې یوشمیر کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي .