د سورئې په الحسکه کې پوځيانود امریکائي تیریګروعسکرومخه ونیوله
امریکاد سورئې په ختیځ کې پخپل غیر قانوني پوځي شتون سره نه یوازې په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو ملاتړ کوي ، بلکې دسورئې په بایکاټولو سره نیّت لري ، ددغه هیواد حکومت په تنګڅې کې راولی څو د سورئې د بیا رغاونې لپاره د دمشق او دهغو دمتحدانو دملګرتیا خنډ شي .
د سورئې سانارسمي خبری آژانس راپور ورکړ د سورئې پوځ پرون ناوخته د السحکه ولایت په شاوخوا تل تمر ښار کې دامریکا ددرو زغرګاډو دلارې په بندولو سره امریکائی تیریګر عسکر شاتګ ته اړباسل .
له دې مخکې هم په کرتو د سورئې د الحسکه ولایت اوسیدونکو په دغې سیمې کې د امریکا ئي عسکرو د تګ راتګ او دهغوي په شتون اعتراض کړی او د هغوي لارې ئې بندې کړې دي .
دسورئې ختیځي سیمې له تیرو څو میاشتو راهسې د سورئې په ضد امریکا د نیواکګرۍ او نوو بندیزونو او د ترکیې دپوځ دخوځښتونو په ضد د مظاهرو او اعتراضونو ډګر دي .
امریکاد سورئې په ختیځ کې پخپل غیر قانوني پوځي شتون سره نه یوازې په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو ملاتړ کوي ، بلکې دسورئې په بایکاټولو سره نیّت لري ، ددغه هیواد حکومت په تنګڅې کې راولی څو د سورئې د بیا رغاونې لپاره د دمشق او دهغو دمتحدانو دملګرتیا خنډ شي .
د ترکیې پوځ هم همدااوس د ترکیې دکردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې ) له وګړو سره دمقابلې په پلمه دسورئې په شمال کې ځيني سیمې نیولي دي او په کرتو ئې د سورئې په خاوره تیري کړي دي چې دغه اقدامات له پراخو نړیوالو محکومیَتونو سره مخامخ شوي دي .