د سورئې پارلیماني انتخابات په ولولې سره روان دي
ټاکل شوې ده د سورئې د ځاي وخت په اساس ترماښام تر اوو بجو پورې به د رایو اخستنې دوام ولري او که ضرورت شو نو د انتخاباتي قوانینو په اساس تر پنځو ساعتونو پورې وخت تمیدیدلی شي .
د سورئې سانارسمي خبري آژانس راپور ورکړی،د سورئې دپارلیمان(مجلس الشعب )انتخابات نن سهار له اوو بجو پیل شوي ددغه هیواد په پنځلسو انتخاباتي حوزو کې د ولس په ولولې او پرتم سره دوام لري .
راپور ښئ ،له اوو بجو وروسته د پارلیمان د غړو دټاکلو لپاره د ولایتونو په درستو انتخاباتي حوزو کې د راي اخستې دمرکزونو دروازې خلاصې شوي او خلک پکې موجود دي .
دسورئې ولس په دغو انتخاباتوکې په ګډون سره د ووه سوه ښځینه کاندیدانو پشمول یو زرشپږ سوه شپږ پنځوس کاندیدانو ترمینځ دخپل هیواد په پارلیمان کې د شتون لپاره خپل دوه سوه پنځوس استازي ټاکي .
ټاکل شوې ده د سورئې د ځاي وخت په اساس ترماښام تر اوو بجو پورې به د رایو اخستنې دوام ولري او که ضرورت شو نو د انتخاباتي قوانینو په اساس تر پنځو ساعتونو پورې وخت تمیدیدلی شي .