په يمن د سعودي وحشیانه بمبارۍ مرګ ژوبله رامنځته کړه
د يمن په الجوف صوبه کښې په يوې استوګن سیمې د سعودي ائتلاف د جنګي الوتکو په حمله کښې لږ تر لږه نهه تنه عامه وګړي ووژل شول.
د سعودي جنګي الوتکو پرون د الجوف صوبې د خب و الشعف ښار به المعاطره سيمه بمباري وکړه چې له کبله يې يو شمېر عامه وګړي ژوبل هم شول.
له يمن څخه د يو بل رپوټ له مخې د يمن د ملي وفاق حکومت د اسيرانو د چارو ملي کمېټۍ د سعودي ائتلاف د ځواکونو د شکنجې له کبله د يو يمني اسير د وژل کېدو خبر ورکړ او د داسې جنايتونو په وړاندې د ملګرو ملتو په خاموشۍ يې نيوکه وکړه.
د دغې کمېټۍ د اعلان له مخې دا دويم جنايت دے چې له يوې مياشتې نه په کمه موده کښې د سعودي ائتلاف لخوا او د ملګرو ملتو د مشکوکې خاموشۍ ترسيوري لاندې رامنځته کيږي په داسې حال کښې چې د دغو جنايتونو او شکنجو رپوټونه ملګرو ملتو ته ورکړې شوي دي.